نری رنځ هر کال د ۱۲ زرو افغانانو ژوند اخلي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د نري رنځ ناروغي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر دې ناروغي اخته شوي او له ډلې یې ۱۲ زرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي وايي چې د تېر زېږدیز کال پر مهال په بېلابېلو روغتونونو کې له ۵۰ زرو د ډېرو افغانانو درملنه شوې ده.

بدخشان کې د نري رنځ له زرو ډېرې پېښې ثبت شوي

بدخشانن کې د نري رنځ د درملنې څانګې مسوولان وايي چې د کورونا ویروس په خپرېدو سره د دغو ناروغانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د دوی په وینا، له کورونا مخکې پر نري رنځ د اخته کسانو درملنه ۹۴ سلنه په بریالیتوب سره کېده او هر کال به یې د ګڼ‌شمېر کسانو درملنه کوله، خو اوس کورونا پر دغه بهیر سیوری غوړولی دی.