د ضمیر کابلوف د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان او روسیې د ګډو ګټو پر ضد بللې دي. دغه وزارت وايي، د کابلوف ځینې څرګندونې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره برابرې نه دي او د «ملګري او همکار» هېواد روسیې له رسمي خبرپاڼو سره په تناقض کې دي.

پنټاګون: له افغانستانه نامنظم او په بیړه نه وځو

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه.

بدخشان کې د نري رنځ له زرو ډېرې پېښې ثبت شوي

بدخشانن کې د نري رنځ د درملنې څانګې مسوولان وايي چې د کورونا ویروس په خپرېدو سره د دغو ناروغانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د دوی په وینا، له کورونا مخکې پر نري رنځ د اخته کسانو درملنه ۹۴ سلنه په بریالیتوب سره کېده او هر کال به یې د ګڼ‌شمېر کسانو درملنه کوله، خو اوس کورونا پر دغه بهیر سیوری غوړولی دی.