Asset 1SWN

د زرمت ۳۰بستریز روغتون کې د امکاناتو له نشتون د ناروغانو شکایت

20240114_113124

د  پکتیا زرمت ولسوالي اوسېدونکي وايي چې یاده ولسوالي کې شته ۳۰بستریز روغتون ته ګڼ‌شمېر ناروغان مراجعه کوي، خو د امکاناتو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کلالګو سیمې اوسېدونکی موسې‌خان چې کوچنی زوی يې په توبرکلوز ناروغي اخته دی، سلام وطندار ته وويل، د توبرکلوز تشخیص لپاره زرمت دېرش بیستریز روغتون کې د ماشینونو نشتون له امله ګڼ‌شمېر ناروغان مرکز ګردېز ښار ته د تشخیص لپاره مراجعه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله خلک نشي کولای چې د درملنې لپاره خپل ناروغان مرکز ګردېز ښار ته بوځي.

هغه وویل: «دې روغتون ته مې خپل زوی راوړ، معاینات یې ورته وکړل، خو ناروغي یې تشخیص نه‌کړه. بیا یې ګردېز ته ولیږلم، هلته مې معاینات ورته وکړل، په توبرکلوز اخته و، نو یو غریب سړی کله ګردېز ته تللی شي. دا ماشینونه باید دلته وای او هم یې تداوي لپاره باید امکانات وای.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي محمدجان وویل چې اووه کلن زوی يې پر تلسيميا ناروغي اخته دی او په وینا یې، اړتیا ده چې هره مياشت وینه ورکړل شي، خو په دغه روغتون کې د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي.

هغه زياتوي چې يوازې دی له دغه ستونزې سره نه‌دی مخ، بلکې د دې په څېر ډېر نور ناروغان هم شته چې وینې ته اړتیا لري. «زما ماشوم تلسمیا ناروغي لري او هره میاشت وینې ته ضرورت لري چې باید ورته ورکړل شي، خو کله چې دغه روغتون ته مراجعه وکړو، نو دلته د وینې بانک شتون نه‌لري او له ډېرو ستونزو سره مخ، یو د وینې لپاره اعلانونه کوو چې مریض لپاره مو وینې پیدا شي او نه‌پیدا کېږي او په  دې برخه زیاتې ستونزې لرو، څو مریض لپاره وینه پیدا کړو.»

د زرمت ولسوالي په روغتون کې د سيمې يو بل مشر ميرزاخان هم وويل چې یاد روغتون د درملو له کمښت سره هم مخ دی. «د زرمت ولسوالي چې ډېر نفوس لري او همجوارې نورې ولسوالي، لکه د روحاني بابا او مټاخان ولسوالیو ناروغان هم د یادې ولسوالي روغتون ته مراجعه کوي، نو ځکه ناروغان د درملو له کمښت سره مخ دي. همدا ډي‌ایچ روغتون او نور کلینکونه چې زرمت ولسوالي کې دي، هغه هم د توبرګلوز او نورو ساري ناروغیو د تشخیص لپاره وسایل شتون نه‌لري.»

د زرمت ولسوالي د دیرش بیتسریز روغتون مشر ډاکټر عبدالمبین هم تاییدوي چې په یاد روغتون کې د توبرکلوز ماشین د نشتون له کبله دوی او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل چې په روغتون کې د توبرکلوز د تشخیص ماشین(جینسپرټ) نشتون له کبله دوی له زیاتې ستونزې سره مخ دي هغه وویل،  یوازې په میاشت کې د مایکروسکوب په وسیله، د لس یا دولسو ناروغانو تشخیص کوي چې په یاده ناروغي اخته وي.

هغه وویل: «د توبرکلوز تشخیص ماشین زموږ یو له اساسي ضرورتونو دی. دلته زموږ د خداماتو یو مهم بخش د ټي‌بي تشخیص هم دي. زموږ ټولنه کې د توبرکلوز ناروغان او واقعیات بیخي زیات دي، نو تقریبا هغه واقعیات چې موږ یې لرو، که جنسپرټ ماشین دلته وای، نو دې برخې ستونزه به هم زموږ تر ډېره حل شي. ناروغان او مراجعین د دې پر ځای چې موږ ګردېز ته ولیږو، یا بل ځای ته، هغه ستونزه به مو دلته حل کېدله.»

د پکتیا عامې روغتیا ریاست اړوند د توبرکلوز ولایتي مسول ډاکټر رحمت‌الله وایي،  په تېر کال کې زرمت ولسوالي کې شپږو روغتیايي مرکزونو ته ۲۱۶۸ داسې ناروغانو مراجعه کړې چې د توبرکلوز ناروغۍ نښې درلودلې،  خو په وینا یې، له ډلې یې یوازې ۱۶۹ کسان کله چې تشخیص شول په یاده ناروغۍ اخته وو.

هغه وویل: «موږ په زرمت ولسوالي کې شپږ روغتیايي مرکزونه ارمه، سورکۍ، کلاګو، مموزي، سهاک او تعمیر روغتون لرو چې هم پکې تشخیص کېږي، هم یې درملنه په‌کې کیږي. په تېر یو کال کې دې مرکزونو ته ۲۱۶۸ ناروغان چې مشکوک و مراجعه یې کړې وه، په دې کې چې تشخیص یې شوی، یوازې ۱۶۹ ناروغان تشخیص شوي چې پر توبرکلوز اخته دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو په وینا، د زرمت ۳۰بیستریز روغتون کې د توبرکلوز د ناروغۍ تشخیص او درملنې لپاره به ځانګړې توجه کوي او ژرترژر به په‌کې د توبرکلوز د تشخیص ماشین او نور امکانات برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام