Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتیا څمکنۍ ولسوالي اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي

9d8bc306-c972-4e8f-966e-1ed555ef3ff3

د پکتیا څمکنۍ ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې نفوس زیات دی او شته روغتیايي خدمات ورته بسنه نه‌کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي ۷۰بستریز روغتون یوازې د دغې ولسوالي د اوسېدونکو نفوس ته په کتو جوړ شوی، خو اوس د شپږو نورو ولسوالیو خلک هم خپل ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، د ګڼې‌ګوڼې له امله یې روغتون کې د ناروغانو شمېر زیات او امکانات کم وي چې له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د پکتیا څمکنۍ ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې یاد روغتون کې پرمختللی اېکسرې ماشینونه شتون نه‌لري او ناروغان اړ دي چې د اېکسرې لپاره کابل ته لاړ شي.

یوه ناروغ‌لرونکي نذیر وویل: »که امکاناتو ته راشو دلته ډېر امکانات نشته، مثلا که زه ام‌ار‌ای ایکسره وغواړم، نو دلته نشته، زه باید کابل ته ولاړ شم. که وغواړم سیټي‌سکین ایکسره وکړم هغه دلته نشته باید کابل ته ولاړ شم. بل دا چې سویې تغذیې ماشومانو درملنې لپاره دلته امکانات نشته. زما خپله یو ماشوم دی سوی تغذیه دی، دلته تغذې لپاره دلته نشته، نو زه مجبور یم کابل کې صحت طفل ته یې یوسم، نو دلته امکانات کم دي.»

په ورته وخت کې د څمکنیو ولسوالي د ۷۰ بستریز روغتون مسوولان هم وایي چې مراجعین یې زیات، خو امکانات یې کم دي.

د څمکنیو روغتون مشر ډاکټر امان‌الله منګل وایي، یاد روغتون ته د ورځې له ۳۰۰ تر ۷۰۰ ناروغان مراجعه کوي چې یاد شمېر ته په کتو امکانات یې کم او نه‌شي کولای ناروغانو ته سم خدمات وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، د درملو کمښت ترڅنګ روغتون انتظار‌خونه هم نه‌لري چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ورځې درې تر څلور داسې ناروغان هم ورځي چې باید کابل ته ولېږدول شي، خو یوازې یو امبولانس لري او نه‌شي کولای ناروغان ولېږدوي.

هغه وویل: «دې روغتون ته یوازې یوه ولسوالي نه‌بلکې اوه ولسوالي دي چې مراجعه کوي، نو امکانات او درمل د یوې ولسوالي لپاره راځي، خو مراجعین د شپږو یا اوو ولسوالیو دي، نو د درملو برخه کې له ستونزې سره مخ یو، ځکه ورځني ناروغان زیات وي او درمل کم وي.»

د پکتیا د روغتیا ریاست مسولان بیا وایي، د څمکنیو د روغتون د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې کوي چې ځینې به یې ډېر ژر حل کړي. د پکتیا د روغتیا رییس خیرمحمد وایي، د څمکنیو ولسوالي روغتون کې به د پیوازانو لپاره انتظارخونه جوړه او د امبولانس شمېر هم زیات کړي.

هغه وویل: «د درملو په تړاو مو د ادا موسسې ولایتي دفتر او یونېسف سره موضوع شریکه کړې او همدارنګه زموږ د بارمسي سټاک نه هم د ضرورت وړ درمل وخت په وخت یوازې یاد روغتون ته نه،  بلکې نور چې څومره روغتونونه دي ټولو ته ورکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د څمکنیو ولسوالي چې له مرکز ګردېز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته ګڼ نفوسه ولسوالي ده، روغتون ته یې د نورو ورڅېرمه احمدخېل، لجه منګل، جانیخېل، ډنډپټان او د میرزکې ولسوالي اوسېدونکي هم مراجعه کوي چې له کبله یې روغتون کې امکانات کم او ناروغان زیات دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام