Asset 1SWN

د روزګان روغتیايي چارواکي: دغه ولایت کې د مور او ماشوم مړینې کچې ټيټه شوې

-=-=-

د روزګان روغتیايي مسوولان وايي، د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې د دغه ولایت لرې‌پرتو سیمو کې تازه یوشمېر روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه د پام وړ راکمه شوې.

د مسوولانو په وینا، د مور او ماشوم د مړینې کچې صفر کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني سلام‌وطندار ته وویل: «ټول روزګان کې که B P H S   وي او یا اورټیکل پرګرامونه وي، یو داسې کلینیک هم نه‌لرو چې هلته دې زنانه ډاکتره او قابله نه‌وي او د ولادت خدمات ونه‌شي، نو همدا علت دی چي په ټولو ساحو کې د کلینکو موجودیت او د بشري منابعو موجودیت د مور او ماشوم مړینه ډېره کمه کړې، نسبت پخوا ته.»

د روزګان یوشمېر لرې‌پرتو سیمو اوسېدونکي که څه هم د مور او ماشوم د مړینې کچې کمېدل تاییدوي، خو وایي، د روغتیايي مرکزونو لرې‌والی، د لارو خربوالی او د خلکو کمزوری اقتصاد لامل شوی چې له امله یې اوس هم د زیږون پرمهال مېندې او ماشوم ژوند له لاسه ورکړي.

دوی له مسوولانو غواړي چې سیمو کې یې روغتیايي خدمتونه ډېر کړي. د چنارتو ولسوالي اوسېدونکی محمدرسول وايي: «لرې منطقه ده لاره خرابه ده چې دی یې رارسوي یا حکومت موټر وراستوي، هغه پر لاره له‌منځه ولاړ شي. نو باید چې حکومت موږ ته توجه وکړي، حکومت یو لار برابره کړي، نو چې حکومت یې ونه‌کړي، زه خو غریب سړی یم، د شې توان نه‌لرم نه د موټر نه د موټرسیکل.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روزګان د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې د ۲۵روغتیايي کلینیکونو ترڅنګ، دې وروستیو کې ۵۶ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي چې لرې‌پرتو ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام