Asset 1SWN

ستانکزی: ډیورنډ پاکستان پورې تړاو نه‌لري او د چارواکو خبرې یې د منلو نه‌دي

vlcsnap-2023-08-23-18h57m33s938

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ډیورنډ کرښه پاکستان پورې تړاو نه‌لري او په دې اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې د منلو وړ نه‌دي.

نوموړي کابل کې له یوې دیني مدرسې د نجونو فراغت‌غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ډیورنډ له انګرېزانو پاتې یوه کشاله ده چې پاکستان پورې تړاو نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ډيورنډ یوه فرضي کرښه ده او دا زموږ او پاکستان ترمنځ ستونزه نه‌ده، دا هغه ستونزه ده چې د وخت انګرېزانو دغه کرښه له عبدالرحمن خان سره د یوې هوکړې پر بنسټ تېره کړه، پاکستاني چارواکي چې په دې هکله هر څه وايي، د منلو نه‌دي، د دې لپاره چې دا په هغوی پورې اړه نه‌لري.»

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي خپلو خبرو کې ټينګار کړی چې د ډیورنډ رامنځته کېدو پر مهال پاکستان د نړۍ په نقشه کې شتون نه‌درلود.

شېرمحمد عباس ستانکزي له دې وړاندې هم په وار وار ویلي چې پاکستان باید له بې‌ځایه څرګندونو لاس واخلي او په وینا یې، «ډیورنډ کرښه» افغانان په رسمیت نه‌پېژني او نه یې هم په رسمیت پېژندلې ده.

نوموړي څه موده وړاندې د لوګر مرکز پُل‌علم کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵ کليزې په مناسبت جوړې شوې يوې غونډې ته ویلي و، «پاکستان مشران دې نور له بې‌ځايه تبصرو لاس واخلي، ډيورنډ فرضي کرښه نه موږ منلې او نه به یې ومنو او افغانان اوس دومره وړتيا لري چې له خپلې خاورې په مېړانه دفاع وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر له یوې رسنۍ سره د مرکې پر مهال ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله پوله یاده کړه چې د هغه دغه څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام