Asset 1SWN

ملګري ملتونه سبا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو غونډه کوي

rtr3hsmz.jpg

ټاکل شوې سبا دوشنبه د فبرورۍ ۲۶مه د ملګروملتونو امنیت شورا د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترېش او د دغې شورا د غړیو په ګډون، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو غونډه وکړي.

ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق سلام‌وطندار ته وویل، دغه غونډه کې به د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او د دوحې د وروستۍ غونډې په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دې اړه وویل: «په دې جلسه کې د امنیت شورا غړیو او ملګروملتونو سرمنشي به ګډون ولري. سرمنشي به دې جلسه کې د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پر بنسټ به د ځانګړي استازي او دوحې وروستۍ ناستې په تړاو امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.»

د ملګروملتونو امنیت شورا تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه ډېرې غونډې ترسره کړي. د دې شورا په وروستۍ غونډه کې ۲۷۲۱ پرېکړه لیک تصویب شو چې پر بنسټ یې، باید د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي له‌خوا ځانګړی استازی وټاکل شي.

خو د یوشمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د ملګروملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله دغه ځانګړی استازی ټاکل لا نه‌دی عملي شوی او دوحه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډه هم دې برخه کې له کومې پرېکړې پرته پایته ورسېده.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار اکبري وايي، د ملګروملتونو امنیت شورا تېرو دوو کلونو له ډېرو غونډو سره- سره لا هم نه‌ده توانېدلې چې د افغانستان په اړه د دې شورا د غړو ترمنځ یو اجماع رامنځته کړي.

هغه په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «فکر نه‌کوم چې دا ناسته ګټوره وي او په‌کې دې پرېکړې ونیول شي او دا پرېکړې دې افغانستان کې وضعیت بدل کړي. ځکه یوه ناسته چې کېږي، اجنډا یې باید مشخصه وي او راتلونکې ته هدف ولري، خو د ملګروملتونو ناستو کې دا نه‌لیدل کېږي او د بندو دروازو، د افغانستان له استازي پرته ترسره کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کب میاشتې پر درېیمه د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي وو، د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه بې ګټې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام