Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: ۸۵سلنه افغانان د ورځې له یوه ډالر کم عاید لري

87e038ef-0493-422a-bb74-325b1b3d6e12_16x9_1200x676

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام افغانستان کې د بې‌وزلۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مالي تمویلوونکو د مرستو کمښت ترڅنګ دغه هېواد کې د خلکو ورځنی عاید هم کم شوی دی.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې ۸۵سلنه خلک د ورځې له یوه ډالر کم عاید لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګروملتو د سرمنشي مرستيال او په اسيا پسفيک کي د دغه سازمان سيمه‌ییزې استازې کاني ويګناراجا د ملګرو ملتو د المان له ټولنې سره په کتنه کې د بې‌وزلۍ له امله له سخت وضعیت سره د مخ ښځو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ په مستقیم ډول د ښځو د سوداګرۍ، کار، بنسټیزو ټولنیزو خدماتو، د نوي کیدونکي انرژۍ ناورین پر مدیریت تمرکز کوو.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو لاملونه، د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت سیلابونه بولي. د اقتصادي چارو کارپوه نصیراحمد رشتیا وايي: «د اقتصادي زیربناوو نشتون، د حکومت او غیردولتي بنسټونو له لوري د پانګه‌ونې کمښت چې هېواد کې د فقر لوړېدو لامل شوی او همداراز هېواد کې د کاري زمینې د کمښت لامل هم شوی دی.»

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

اوچا زیاتوي چې اوس د افغانستان نیمايي نفوس له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له ډلې یې ډېرې یې ښځې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام