Asset 1SWN

لوګر کې ۱۸۰۰خیالي معلولان تثبیت او پرځای مستحق کسان راجسټر شوي

لوګر- سړک

 لوګر کې د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست چارواکي وايي، شاوخوا ۱۸۰۰خیالي معلولین یې تثبیت کړي او پرځای یې نور مستحق کسان ثبت شوي دي.

د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولانو او شهداو امر ذبېح‌الله فاتح سلام‌وطندار ته وویل چې په تېرو دوه کلونو کې مرکز پل علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰ زره معلولین او د شهیدانو کورنۍ ثبت شوي دي او په یادو کسانو یې د کال شاوخوا ۲۱۵ میلیونه افغانۍ کلني حقوق ویشلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، «ا.ا له واک ته رسېدو سره سم په دغه ولایت کې د معلولینو او شهداو ورثې کورنیو په اړه دقیقه پلټنه شوې ده او د پلټنې په ترڅ کې ۱۸۰۰ خیالي معلولین او ۲۴۱ تنه د شهداو ورثه چې جعلي کتابچې جوړې کړې وې پيژندلي دي او پر ځای یې نوي او مستحق کسان ثبت او راجستر کړي دي.»

هغه دغه‌راز زیاتوي، په تېر یوه کال کې یې د لوګر په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په مالي ارزښت په معلولینو او د شهیدانو کورنیو په ورثه باندې خوراکي او غیرې خوراکي توکي وېشلي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې ورته سلګونه خیالي معلولین او د شهیدان ورثه کورنۍ پېژندل شوي او د حکومت له لوري یې پر ځای نوي او مستحق کسان ثبت شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام