Asset 1SWN

لوګر کې ۱۲ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

لوګر پوهنې ریاست

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې  (UNICEF) له لوري په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونېز کال کې ۱۲ بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه ښوونځيو ته په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، محمداغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې هغه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي چې اوس یې زده‌کوونکي په ازاده فضا یا هم کرایه کورونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: « لوګر پوهنې ریاست په وړاندېز د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي لګښت دغه ښوونځیو ته د نوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پاخه او اساسي توګه ودانۍ جوړېږي چې له بشپړېدو سره به یې ۱۲ زره زده کوونکو ته د لېک لوست خوندي چاپيریال برابر شي.»

د هغه په وینا، اوس لوګر کې شاوخوا ۷۴ بابه ښوونځي ودانۍ نه‌لري او د سل ښوونځیو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر کې د پوهنې وزارت اړوند ۲۷۶ بابه ښوونځي شتون لري چې شاوخوا سل زره هلکان او ۵۰‌زره نجونې په‌کې پر لیک‌لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام