شنونکي: د لوېدیځ او ختیځو هېوادونو ترمنځ سیالیو پر دوحې ناستې سیوری غوړولی و

د ملګروملتونو سازمان د روان کال سلواغې پر ۲۹مه او ۳۰مه د قطر دوحه کې د .افغناستان په اړه غونډه وکړه
د چارو کارپوهان سره له دې چې د افغانستان په اړه د دغه ډول غونډو جوړېدل او دوام ته خوشبینه دي، خو ټینګار کوي چې د هېوادونو سیاليو او لیدلورو کې اختلافونو د دوحې پر غونډه سیوری غوړولی و.

میدان‌وردګ کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته برښنا برابرېږي

د ملګروملتونو پراختیايي پرورګرام (UNDP) مسوولان میدان‌وردګ ته د یوه سفر پرمهال  له محلي چارواکو سره ژمنه کړې چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او ۹ ولسوالیو کې به د عامې روغتیا وزارت اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمرېزه برښنا برابره کړي.

د دعوت او ارشاد ادارې رییس: خبریالان دې ږیرې پرېږدي

د افغانستان د دعوت او ارشاد ادارې رییس محمدهاشم ورور وايي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دې ږیرې پرېږدي او د تصویر او ویډیو اخیستل لویه ګناه ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه کب لومړۍ نېټه کابل کې د مبلغینو لپاره تربیتي اصلاحي سیمنار کې د وینا پر مهال کړې دي.

کندهار کې د درېوو میاشتو پرمهال د سینه‌ بغل ۴۴ناروغان مړه شوي

د کندهار روغتیايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د سینه‌ بغل ۴۴ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول محمدصدیق سلام‌وطندار ته وايي، تېرو درېیو میاشتو کې د میرویس حوزوي روغتون ته پر سینه بغل اخته ۳۹۹ ناروغان وروړل شوي چې له ډلې یې ۴۴ مړه شوي دي.

لوګر کې ۱۲ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې  (UNICEF) له لوري په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونېز کال کې ۱۲ بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي.

د لوګر ورزش‌کاران: المپیک ملي اداره دې ورزش‌کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي

د لوګر  مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو ورزش‌کارانو سلام‌وطندار ته وايي چې اوس له مرکز پل‌علم پرته په هېڅ ولسوالي کې ځوانانو لپاره معیاري لوبغالی شتون نه‌لري او ورزش‌کاران له پراخو ستونزو سره مخ دي.