Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته برښنا برابرېږي

-----------------------------------

د ملګروملتونو پراختیايي پرورګرام (UNDP) مسوولان میدان‌وردګ ته د یوه سفر پرمهال  له محلي چارواکو سره ژمنه کړې چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او ۹ ولسوالیو کې به د عامې روغتیا وزارت اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمرېزه برښنا برابره کړي.

 په دغه لیدنه کې د میدان‌وردګ والي بختيار معاذ په میدان‌وردګ کې د UNDP مرستندويه ادارې د پلې شوو پروژو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، میدان‌وردګ ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی غوښتنه کوي چې د روغتیا برخې سربېره د کرنې او مالدارۍ برخه کې د اوبو پر مهارولو، استنادي ديوالونو، کاریزونو، بڼوالي او مالدارۍ برخه کې هم پراختیايي پروژې پلې کړي.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام یوه استازي فیروز د دغه ولایت والي او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت کې به د روغتیا برخه کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برښنا برابره او رغنیزې پروژې به هم پلې کړي.

فیروز زیاته کړه د لمريزې برښنا چمتوکولو ترڅنګ دغه ولایت کې د چرګانو واړه فارمونو، خياطۍ زده‌کړې او لبنیاتو تولید لپاره هم وسایل برابروي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په میدان‌وردګ کې د ملګروملتونو پراختیايي پرورګرام (UNDP) له لوري یوشمېر رغنیزې پروژې پلې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام