Asset 1SWN

د دعوت او ارشاد ادارې رییس: خبریالان دې ږیرې پرېږدي

epa09663664 Journalists cover the protest as people demand the unfreezing of central banks assets abroad, in Kabul, Afghanistan, 02 January 2022. The protesters criticized the United States President Joe Biden and the international community for allowing the people of Afghanistan to starve due to the economic crises, and urged them and the Taliban government to help them. The return of the Islamists, criticized of human rights abuses during their previous regime during 1996-2001, prompted the US to freeze its foreign assets, while a large part of the international community imposed economic sanctions and blocked aid. Photo: picture alliance/EPA/STRINGER

د افغانستان د دعوت او ارشاد ادارې رییس محمدهاشم ورور وايي چې خبریالان دې ږیرې پرېږدي او د تصویر اخیستل لویه ګناه ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه کب لومړۍ نېټه کابل کې د مبلغینو لپاره تربیتي اصلاحي سیمنار کې د وینا پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ویلي: «موږ د رسنیو استازیو ته بلنه «دعوت» ورکوو چې ږیرې پرېږدي او خپل وخت دې په تصویر اخیستلو نه‌ ضایع کوي، تصویر اخیستل لویه ګناه ده، موږ له الله غواړو چې خدای دې تاسو ته حلاله روزي درکړي.»

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د کندهار والي په یوه مکتوب د دغه ولایت له ټولو مسوولانو غوښتنه کړې وه چې د ژوندیو موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستلو ډډه وکړي.

هغه دې مکتوب کې ویلي: «د کندهار ولایت مقام د دغه ولایت ټولو مسوولانو او ادارو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکي کې د ژوندیو موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستو څخه ډډه وکړي؛ ځکه دغه کار له ګټې نه ډېر زیان لري.»

د افغانستان د خبريالانو اتحاديې مسوولان په کندهار کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخيستو لګېدلي بنديز اندېښمن کړي او ویلي یې دي چې دغه کار به خبريالانو ته په سرخوږي بدل شي.

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.

د افغانستان د خبريالانو اتحاديې رییس حفيظ‌الله بارکزی وايي: «د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخیستو بندیز په راتلونکي کې د رسنیو کار له ستونزو سره مخامخ کوي او هغه ستونزې چې اوس شته، د پالیسي نه لرلو له کبله دي. سرپرست حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.»

بل‌خوا دې سیمنار کې د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د نبوي اخلاقو پر بنسټ د دعوت چارې مخته وړل به د نظام د پایښت لامل شي.

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا وویل چې د دعوت پر مهال باید مبلغان ځانونه د خلکو واکمنان ونه‌ګڼي. «یوه ستره دنده راکړل شوې چې دعوت وکړو او هغه ډول دعوت وکړو چې پیغمبر کړې او د دعوت پرمهال د واکمن تصویر ونه‌کړو. کله دعوت کوو، نو باید ځانونه د هغوی واکمنان ونه‌ګڼو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مبلغانو تربیتي اصلاحي یو ورځنی سیمنار د پوهنې وزارت له لوري په کابل کې جوړ شوی و چې ۲۲۰ مبلغو په‌کې ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام