Asset 1SWN

شنونکي: د لوېدیځ او ختیځو هېوادونو ترمنځ سیالیو پر دوحې ناستې سیوری غوړولی و

doha

د ملګروملتونو سازمان د روان کال سلواغې میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه چې پر یو لړ موضوعاتو خبرې وشوې.

د چارو کارپوهان سره له دې چې د افغانستان په اړه د دغه ډول غونډو جوړېدل او دوام ته خوشبینه دي، خو ټینګار کوي چې د هېوادونو ترمنځ سیالي او لیدلورو کې اختلافونو د افغانستان په اړه د دوحې پر غونډه سیوری غوړولی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمدباقر محسني وویل: «هغه څه چې ډېر مهم دي، دا دي، هغه توقعات او تمې چې خلکو لرلې، له بده‌مرغه چې هغه په‌کې ترلاسه نه‌شوې. لامل یې د دوحې ناستې بې‌پایلې کېدو او د ملګروملتونو د غړیو ترمنځ سیالي او د ختیځ او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیالي دي.»

د دوحې غونډه چې تر دې مخکې ویل کېدل، د افغانستان په چارو کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو او د ا.ا تر حاکمیت لاندې افغانستان سره د تعامل په موخه جوړېږي، خو ملګري ملتونه د دغې غونډې پر جوړېدو سره بریالي نه‌شول چې د افغانستان په چارو کې استازی وټاکي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوحې غونډې په پای کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال دغه ناسته مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې ګډونوال پر مختلفو موضوعاتو سره هم‌نظره و.

هغه د افغانستان مسلې لپاره د کار او هڅو پر دوام او د سیمې د تماس ډلې پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی.

ګوتریش ویلي: «دا چې د محدودو هېوادونو ترمنځ د سیمې تماس ډله رامنځ ته شي، ښه خبره ده. دې برخه کې وړاندیز کوم، البته زما خپل شخصي وړاندیز دی چې دغسې یوه ډله باید د افغانستان د پنځو ګاوڼدیو هېواودنو او افغانستان سره د مرسته‌کوونکو هېوادونو په حضور کې جوړه شي.»

د چارو کارپوهان وايي، د دوحې غونډه هغه مهال عملي پایله ورکوي چې راتلونکې کې هم دغه ډول هڅې دوام وکړي.

د هغوی په باور، د دوحې غونډه باید د ملګروملتونو له لوري د افغانستان د ستونزو حل لپاره د یوه بهیر پیل ووسي

د سیاسي مسایلو کارپوه میرویس اشفته وویل: «په ښکاره توګه د دوحې ناسته پرېکنده پرېکړې زموږ مخته نه‌راوړي، خو فکر کوم چې ملګري ملتونه به یو ځانګړی استازی وټاکي او د راپورونو پر بنسټ به یې افغانستان کې پرېکړې کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو برخه کې د ا.ا په ګډون د افغانستان د ذی‌نفع لوریو په مشوره د یوه جدي بهیر په پیلولو، بشري حقونو ته په درناوي، ترهګرۍ سره په مبارزې او د ټول ګډونه حکومت په جوړولو هم ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام