Asset 1SWN

کندهار کې د درېوو میاشتو پرمهال د سینه‌ بغل ۴۴ناروغان مړه شوي

سینه‌ بغل- ماشومان

د کندهار روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د تېرو درېوو میاشتو پر مهال د سینه‌ بغل ۴۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر محمدصدیق سلام‌وطندار ته وايي چې تېرو درېیو میاشتو کې د میرویس حوزوي روغتون ته پر سینه بغل اخته ۳۹۹ ناروغان وروړل شوي چې له ډلې یې ۴۴ مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دغه روغتون کې د یادو نارینه دغه مړینه د کورنۍ ناغېړي په ګوته کوي او وايي چې یوشمېر کسان ناروغیو سره سطحي چلن کوي او په وینا یې، پر وخت یې روغتون ته نه‌وروړي.

هغه وویل: «سږ کال دغه اخیري درې میاشتې چې د عقرب، قوس، جدي، میاشتې دي چې هوا معمولا سړېږي، موږ د مختلیفو سیمو څخه ۳۹۹ مریضان بستر کړي چې د هغې ډلې څخه متاسفانه ۴۴ ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.»

بل‌خوا ځینې کورنۍ هم تاییدوي چې خپلو ناروغو ماشومانو ته سمه پاملرنه نه‌کوي او په وینا یې، ناغېړۍ یې لامل شوي چې ماشومان یې پر سینه بغل او نورو ناروغیو اخته شي.

اسدالله چې شاولي کوټ ولسوالي څخه یې خپله ورېره میرویس حوزوي روغتون راوړې، وايي، خوښ دی چې ډاکترانو یې پر وخت د ناروغ درملنه وکړه.

هغه وویل: «زما ورېره سینه بغل شوه. موږ دا عادي مریضي وبلل وخت پر تېر شو، باره یې نفس تنګي او ټوخی کېده او خوله به یې شنه شوله حتا په خوله کې یې ځګ ودرېده، بیا مو ډاکتر ته راویستله کور یې ودان دستي یې دوا ورکړه، اوس پر جوړېدو ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سړي هوا او د کورنیو له لوري ماشومانو ته نه‌پاملرنه د دې لامل کېږي چې ډېری شمېر ماشومان موسمي ناروغیو سره مخ او یاهم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام