Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې پر سينه بغل او تنفسي ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

images (9)

کابل کې د ماشومانو د روغتیا «اندراګاندي» روغتون مسوولان وايي، دې وروستیو کې پر سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله ناروغیو د برخې مسوول محمدعارف حسن‌زی وايي، د ورځې په ورځنۍ کچه تر ۲۵۰ ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي او پر سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو اخته وي، د درملنې لپاره دغه روغتون ته ور وړل کېږي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنفسي ناروغان دې روغتون ته مراجعه کوي چې له نېکه مرغه ټول يې دومره شديد نه وي چې بستر شي. موږ هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ ناروغانو پورې بستروو.»

زهره چې اته میاشتنی ماشوم یې له تېرو دوو اوونیو راهیسې سینه‌بغل دی وايي چې د ماشوم يې لومړی پوزه بهېده او ستوني يي درد ګاوه، خو ورو ورو يې اشتها کمېده او ټوخی يې ډېرېده.

د نوموړې په وينا، کله يې چې ډاکټر ته مراجعه وکړه، معلومه شوه چې پر سينه بغل اخته شوی دی.

په ورته مهال د ماشومانو برخې ډاکټر کاظم اسدي وايي، سینه‌بغل تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ماشومانو کې یوه عامه ناروغي ده چې تبه، ټوخی او ژر ژر نفس اېستل یې له مهمو علایمو څخه دي.


هغه پر سینه‌بغل ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي لاروچارو په اړه وايي چې ماشومان بايد واکسین شي او هغه ماشومان چې پر سينه بغل اخته وي، له نورو جلا شي.

د نوموړي په وينا، ناروغ ماشومان بايد په سمه توګه تغذيه شي او ډاکټر ته بوتلل شي.

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د شمېرو پر بنسټ، روان کال ماشومانو کې د تنفسي سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو کچه لوړه شوې، لکه څنګه چې د ۲۰۲۲ نومبر میاشت کې پر سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو اخته شپږ زره او ۷۰۰ ماشومان دغه روغتون ته ور وړل شوي.

د ۲۰۲۱ کال نومبر میاشت کې بیا پر سینه‌بغل او تنفسي ناروغیو اخته ۳ زره او ۷۰۰ ماشومان یاد روغتون ته ور وړل شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام