د محمدوف او متقي لیدنه؛ «ترکمنستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابروي»

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابرې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.