Asset 1SWN

کابل کې د «یو کیلي» موټرو له ډېروالي د خلکو شکایت

موتر های بی اسناد

د کابل یوشمېر اوسېدونکي په پلازمېنه کې د «یو کیلي» موټرو  له ډېروالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې یادو موټرو تر ډېره د ښار ټرافیکي سېسټم ګډوډ کړی دی.

دوی زیاتوي چې د یو کیلي موټرو چلوونکي د نورو ستونزو ترڅنګ د ټرافیکي پېښو اصلي لامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکي عزیزاحمد سلام‌وطندار ته وویل: «یو کیلي موټرو ښار کې ډېرې ستونزې جوړې کړي او ګڼ‌شمېر یې د پاکستان لاس دی او ښار کې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي احمدشاه هم ښار کې د یو کیلي موټرو له ډېرېدو نیوکه کوي او وايي، تر ډېره وسله‌والې ډلې په اسانۍ کولای شي، یو کیلي موټرو څخه په استفادې د پلازمېنې امنیت خراب کړي.

نوموړي وویل: «وسله‌والې ډلې له یو کیلي موټرو څخه هر ډول استفاده کوي، که قانوني پلېټ ولري، نو هېڅ ستونزه نشته، ځکه ادرس یې مشخص دی.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځې څخه به د ټول هېواد په کچه د یو کیلي موټرو لپاره د لنډمهاله پلېټونو د وېش او ثبت بهیر پیل کړي.

د کابل د ټرافیکو مشر حسیب‌الله مختار وویل، دامهال هېواد کې شاوخوا ۲۵۰ زره غیرقانوني موټر شتون لري چې د درېوو کلونو په اعتبار سره به ورته موقت نمبر پلېټونه ووېشل شي.

نوموړي وویل: «یادې ادارې سره له ټول هېواد څخه ۹۰۰زره قانوني موټر ثبت دي چې ۲۵۰زره یې غیرقانوني دي او پلېټ به ورته ووېشل شي. دغه بهیر د شنبې له ورځې پیلېږي او د یو کیلي موټرو د ثبت بهیر به درې میاشتې وخت ونیسي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست د شمېرو پر بنسټ، دا مهال کابل کې ۵۵۰ زره موټر تګ راتګ کوي چې له ډلې یې ۵۰ زره یو کیلي یا غیرقانوني موټر دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام