د ښځو نړیواله ورځ؛ د ختیځ او سوېل‌ ختیځ نجونې: د زده‌کړو حق په زور مه رانه اخلئ!

د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې نجونې زده‌کوونکې وایي، د نجونو له زده‌کړو پرته ټولنه هېڅ ډول پرمختګ نهشي کولای او اسلامي امارت دې د دوی دا شرعي حق په زوره نه ترې اخلي.
دا نجونې زده‌کوونکې وایي، د ښوونځيو او پوهنتونو له تړل کېدو وروسته نه یوازې خپل راتلونکي ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي، بلکې له اروايي ستونزو سره یې هم مخ کړې دي.

کابل کې د «یو کیلي» موټرو له ډېروالي د خلکو شکایت

د کابل یوشمېر اوسېدونکي په پلازمېنه کې د «یو کیلي» موټرو  له ډېروالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې یادو موټرو تر ډېره د ښار ټرافیکي سېسټم ګډوډ کړی دی.

دوی زیاتوي چې د یو کیلي موټرو چلوونکي د نورو ستونزو ترڅنګ د ټرافیکي پېښو اصلي لامل دي.

افغانستان سره د نغدي مرستو کچه څه باندې دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېده

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن سه‌شنبه د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن سه‌شنبه د کب ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د کب ۱۷مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن سه‌شنبه د کب ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا چهارشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیانو د ځانګړو استازیو ناسته پیل شوه

د افغانستان وضعیت په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازیو ناسته نن سه‌شنبه د کب ۱۶مه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې ده.

په دې ناسته کې د ازبکستان، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو استازي ګډون لري.