Asset 1SWN

د پاکستان سوپر لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

63f51fd454689

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن د څلور لوبډلو ترمنځ دوه لوبې کېږي چې پېښور زلمي له لاهور قلندرز او اسلام‌اباد یونایټډ له ملتان سلطانز سره مخ دی.

ټاکل شوې چې د نن ورځې لومړۍ لوبه ۱:۳۰ بجې د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د اسلام‌اباد یونایټډ او ملتان سلطانز لوبه به نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا کوټې ګلاډیاټورز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې کراچي کنګز ته ماته ورکړه.

لاهور قلندرز لوبډلې چې افغان ستوری راشدخان هم په‌کې لوبېږي، د یاد لیګ نیمه پای‌لوبې ته لا له وړاندې لاره پیدا کړې او د روان لیګ په سر کې ځای لري.

په ورته مهال پېښور زلمي لوبډله چې خپلو وروستیو پنځو سیالیو کې یې درې بایللي او دوه یې ګټلي د یاد لیګ د جدول په څلورم ځای کې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلام‌اباد یونایټد دویم او ملتان سلطانز لوبډله درېیم ځای خپل کړی دی. کراچي کنګز پنځم او کوټې ګلاډیاټورز بیا په وروستي ځای کې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام