Asset 1SWN

پي‌اېس‌اېل لیګ؛ پېښور زلمي له کراچي کنګز سره لوبه کوي

354394

د پاکستان د کرېکټ غوره لیګ «پي‌اېس‌اېل» سیالي بېګاه د دغه هېواد په ملتان ښارکې پیل شوې. د یاد لیګ پرانېسته لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې سلطان ملتانز ته ماته ورکړه.

د روان کرېکټ لیګ په دویمه لوبه کې به نن شپه پېښور زلمي لوبډله له کراچۍ کنګز سره لوبه وکړي. پېښور زلمي لوبډله کې افغان لوبغاړی مجیب‌الرحمن هم لوبېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بېګانۍ لوبه کې چې د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، قلندرز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

فخر زمان ۶۶ او مېرزا بېک تر ټولو زیاتې ۳۲ منډې وکړې. په ځواب کې ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه او د یوې منډې په توپیر یې لوبه وبایلله.

سلطانز لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۷۴ منډې جوړې کړې. محمدرضوان ۷۵ او شان مسعود ۳۵ منډې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان روان سوپر لیګ لپاره د ځینو لوبډلو له‌خوا افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي چې له ملي لوبو وروسته به دغه لیګ کې خپلې سیالۍ پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام