د کوربه نیوزیلنډ، پاکستان او بنګلدېش کرېکټ لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې لوب‌لړۍ په ترڅ کې نن پاکستانۍ لوبډله بریالۍ شوه چې بنګلدېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړي.

په دغه سیالي کې د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بنګلدېش لپاره په توپوهنه کې شکېب الحسن ۶۸ او لېټن ډاز ۶۹ منډې وکړې.

پاکستانۍ لوبډلې د محمدرضوان او بابر عظم د نیمه سلیزو پرمټ وکړای شوای چې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې ترلاسه او بنګلدېش ته ماته ورکړي.

په توپوهنه کې د پاکستان لپاره محمدرضوان ۶۹ او بابر عظم ۵۵ منډې جوړې کړې. سبا به پاکستان او د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دغه درې اړخیزې شل اووره سیالۍ راتلونکي نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه برابرې شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام