Asset 1SWN

فاریاب کې یوې ښځې د تېزاب په څښلو سره ځان‌وژنه کړې

Faryab-

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې ښځې تېزاب څښلي او ځان‌وژنه یې کړې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پنج‌شنبه شپه د کب ۱۸مه د قیصار ولسوالي په «خواجه‌زاهدخان» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمدي زیاتوي چې دغه ښځه زهرا نومېده او د تېزاب په څښلو سره یې ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د یادې ښځې د ځان‌وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی او په وینا یې، تراوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه فاریاب کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام