Asset 1SWN

بلخ کې چاودنه؛ یو ساتونکی وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان دي

blast-in-balkh-q3cnka6hlj67dnhgho61zmo7zekpfosukfmtue4wi0

د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې نن له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند «تبیان» فرهنګي مرکز کې چاودنه شوې ده.

دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې په دې چاودنه کې د یاد مرکز یو ساتونکی وژل شوی او د خبریالانو او ماشومانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت ویاند ټينګار کړی چې پېښه کې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

بل‌خوا د مزارشریف د ابوعلي سینا بلخي روغتون کې یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې د پېښې له ځایه دغه روغتون ته ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.

په همدې حال کې یوې محلي سرچینې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي و چې د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «تبیان» په نوم فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر یوې غونډې چاودنه شوې چې مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده. د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه مرکز کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځل شي.

سرچینې همداراز زیاته کړې چې یاد مرکز ته یو‌شمېر خبریالان ورغلي وو چې ډېری یې په چاودنه کې ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې د پېښې ځای کې درې جسدونه هم لیدل شوي، خو تراوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د یادې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام