د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز نننی برید غندلی او هغه یې یو شرمناک عمل بللی دی.

کرن ډېکر نن جمعه د تلې اتمه پر خيله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له زده‌کوونکو ډک ټولګی په نښه کول، یو شرمناک عمل دی. نوموړې همداراز ویلي چې ټول زده‌کوونکي باید له وېرې پرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کرن ډېکر لیکلي: « امریکا د کاج په تعلیمي مرکز کې د نن ورځې برید په کلکه غندي. له زده‌کوونکو څخه ډک ټولګي په نښه کول چې په ازموینو بوخت وي، یو شرمناک عمل دی. ټول زده کوونکي باید په ارامه فضا کې له ویرې پرته خپلو زده‌کړو ته باید دوام ورکړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې په دغه برید کې د قربانیانو  کورنیو سره خپله خواږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.

نن له غرمې مخکې د کابل د دشت‌برچي په «نقاش تم‌ځای» سیمه کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هغه مهال چاودنه وشوه چې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي دغه مرکز ته د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره ورغلي وو.

د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ له برید وروسته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې چاودنه کې تراوسه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې ښايي په دغه برید کې د ټپیانو او مړو شمېر له دې هم زیات شي. تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام