برښنا شرکت د وري میاشتې په ۲۰مه وویل چې تر دې وروسته به په کابل کې د برښنا د لګښت بلونه هره میاشت پر خلکو وېشل کېږي.

که څه هم د کابل اوسېدونکو تمه لرله چې په میاشتني ډول د برښنا بلونو وېش به یې د ‎لګښت پیسې کمې کړي، خو اوس د برښنا شرکت د دې پرېکړې په اړه شکایت لري.

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، که څه هم برښنا شرکت ورسره ژمنه کړې وه چې په میاشتني ډول د بلونو په ورکړې سره به د برښنا د لګښت پیسې کمې شي، خو په وینا یې، اوس یې د برښنا بلونه د تېرو میاشتو په پرتله څو برابره ډېر راغلي دي.

د برښنا د لګښت نوی بل

د دوی په وینا، په تېرو دورو کې چې دوه میاشتې وروسته به یې د برښنا بل راته، د لګولې برښنا پیسې به یې تر دوو زرو افغانیو نه ډېرېدې، خو په نوي بل کې دا پیسې له ۸ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي فرزانه رضايي او جمیله احمدي وايي، مخکې به چې په دوو میاشتو کې د برښنا لګښت ۱۵۰۰ افغانۍ کېدې، اوس په یوه میاشت کې همدومره کېږي چې په وینا یې، د ښوونکي، سرتېري او هغو نورو کسانو لپاره یې ورکړه سخته ده چې میاشتنی عاید یې کم وي.

دوی زیاتوي، حکومت د خلکو د لګښتونو کموالي او ستونزو د حل لپاره په هره میاشت کې د بلونو راتلو طرحه جوړه کړه، خو اوس یې نه یوازې لګښتونه نه دي کم شوي، بلکې لا ډېر شوي دي.

کابل ښاریان په دې اړه له برښنا شرکت څخه وضاحت غواړي، خو د دغه شرکت مسوولان وايي چې د برښنا د لګښت پیسو په ورکولو کې کوم بدلون نه دی راغلی، بلکې یوازې د بل کټګورۍ بدلون موندلی دی.

د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازی وايي، تر دې وروسته به له صفر څخه تر ۱۰۰ کیلوواټ پورې له هر کیلوواټ څخه ۲.۵ افغانۍ اخلي، په داسې حال کې چې د پخواني سېسټم پر بنسټ، له صفر څخه تر ۲۰۰ کیلوواټه پورې له هر کیلوواټ څخه ۲.۵ افغانۍ اخیستل کېدې.

د هغه په خبره، د برښنا د بل کټګورۍ کې بدلون د کارکوونکو زیاتېدو، د اداري لګښتونو او د دغه شرکت لپاره د تجهیزاتو پېرلو لپاره راوستل شوی دی.

نیازی زیاتوي، دا چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه برښنا پېري، برښنا شرکت باید پر ټاکلي وخت د دغو هېوادونو پیسې ورکړي؛ ځکه پر خپل وخت د برښنا لګښت د پیسو ورکړه دغه شرکت د لازمې بودیجې نه لرلو او ځنډ له کبله له جریمه کېدو څخه ژغوري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام