بلخ کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې نن له غرمې مخکې (شنبه، کب۲۰مه) د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «تبیان» په نوم فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر یوې غونډې چاودنه شوې چې مرګژوبله یې اړولې ده.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه مرکز کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځل شي.
سرچینې همداراز زیاتوي چې یاد مرکز کې ته یوشمېر خبریالان ورغلي وو چې ډېری یې په چاودنه کې ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې د پېښې ځای کې درې جسدونه هم لیدل شوي، خو تراوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی.
په ورته مهال ابوعلي سینا بلخي روغتون کې یوه ډاکټر د خپل نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې تراوسه دغه روغتون ته د پېښې له ځایه ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د بلخ امنیتي او محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. تراوسه کوم چا یا ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.