د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «دره نور» ولسوالي کې یوه ځوان هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند حاجي رییس زابلي سلا‌م‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۱۸مه د دره نور ولسوالي په «قلعه شاهي» سيمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

زابلي زیاته کړې، ياد هلک چې اتلس کاله عمر لري، د نارنجو په يو باغ کې په یوې ونې ځان راځړولى و.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند همداراز د دغه هلک د کورنۍ د غړیو له قوله ویلي چې نوموړي هېڅ روغتیايي ستونزه نه درلوده او ذهني توازن یې برابر و.

تر اوسه د دې پېښې اصلي انګېزه روښانه نه ده او نه هم چارواکو په دې اړه څه ويلي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم د ځان‌وژنې پېښې ثبت شوي چې لامل یې تر ډېره روغتیايي او اقتصادي ستونزې ښودل شوي دي.

ځو ورځې وړاندې د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې هم یوه ځوان ځان‌وژنه کړې وه او محلي چارواکو ویلي و چې نوموړي عصبي ناروغي درلوده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام