د ننګرهار دره‌نور ولسوالي کې يوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «دره نور» ولسوالي کې یوه ځوان هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند حاجي رییس زابلي سلا‌م‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۱۸مه د دره نور ولسوالي په «قلعه شاهي» سيمه کې رامنځته شوې ده. زابلي زیاته کړې، ياد هلک چې اتلس کاله عمر لري، د نارنجو په يو باغ کې په یوې ونې ځان راځړولى و.