په وروستیو درېوو یعنې تلې، لړم او لېندۍ میاشتو کې د ځان‌وژنې د پښو په اړه د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د هېواد په ۹ولایتونو کې د ځان‌وژنې ۱۳ پېښې ثبت شوي دي. د یادو موندو پر بنسټ، دغه ځان‌وژنې د وزګارتیا، د روان ګونګ وضعیت او کورني تاوتریخوالي له امله شوي چې ډېری پکې ښځې دي.

دایکندي، سمنګان، فاریاب، کابل، بامیان، هرات، پروان، غزني او بغلان هغه ولایتونه دي چې د ځان‌‌وژنې شمېرې پکې ثبت شوې دي.

د ځان‌‌وژنې په وروستۍ پېښه کې د غزني ولایت یو ځوان د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۸ نېټه وسله ځان ته نیسي او خپل ژوند پای ته رسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه راز، د لیندۍ په ۲۷، ۱۷، ۱۴ او ۱۳ نېټه هم څلورو تنو په پروان، بغلان، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې د کورنیو ستونزو او بې‌وزلۍ له امله ځان‌‌وژنې کړي دي.

دغه راز، موندنې ښيي چې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۱۳ نېټه په کابل، هرات او سمنګان ولایتونو کې دوو ښځو او یوه سړي ځان‌وژنه کړې ده. بله پېښه کې چې په بامیانو ولایت کې رامنځته شوې يوه ٢٦ کلنه ښځه او دغه راز، بله  پېښه هم په فارياب کې چې يو ٢٢ کلن هلک و د لړم میاشتې په ۱۲ او ۱۱ مه نېټه یې ځان‌وژنې کړي دي.

 د موندنو پر بنسټ، په دایکندي کې د جوهر په نوم ۲۵ کلنه جلۍ د کورنیو تاوتریخوالو له امله ځان ځندۍ کړې. دغه راز، په سمنګانو کې يو ځوان چې ویل کېږي طالبانو د هغه ستونزو ته رسېدنه نه کوله ځان سوځولی دی او مړ شوی.

دغه راز، بله پېښه چې د روان کال د لړم میاشتې په ۷ نېټه په دایکندي ولایت کې رامنځته شوې، یوې نوې ناوې له خپل خاوند سره له لفظي شخړې وروسته ځان ځندۍ کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ځان‌‌وژنې د لاملونو موندلو لپاره او دا چې څنګه پوه شو چې یو کس د ځان وژنې هوډ لري؛  روان پوهانو ته مو مراجعه وکړه.

شرف‌الدین عظمي چې روان پوه دی په دې اړه وایي: « داسې چلندونه چې زه یو ناکام انسان یم او زمانه هیڅ هم نه جوړېږي او هیڅوک ما سره مرسته نه کوي او پر خپلې کورنۍ بوج یم او زما ستونزه نه حل‌ېږي دا هغه چلندونه دي چې د روانشناسي له نظره مونږ شک کولی شو چې شخص د ځان‌‌وژنې هوډ لري.»

عظیمي دغه راز وایي، هغه څوک چې د ځان وژنې اراده ولري باید د روان‌پوهانو تر اوږدمهاله درملنې لاندې وي.

هغه زیاتوي: ” که چېرې ستونزه بې‌وزلي او یا هم بې‌کاري وي د روان پوهانو په مرسته حل کېدلی شي، خو ځیني کورني ستونزې وي چې لامل یې په خپله کورنۍ وي او دغه کسان د دې لپاره چې په کورنیو کې څوګ له هغوی سره ښه چلند نه کوي ځان وژني. هغه وایي، کورنۍ باید داسې لارې چارې ولټوي چې هغوی له ځان وژنې لاس واخلي.”

ومو غوښتل چې د ورستیو څو میاشتو د ځان‌وژنو کره شمېره واخلو خو د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډه‌ ډه وکړه.

 

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام