د مخکیني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د روزګان مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بیارغونې لسګونه پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې وه، له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د روزګان یو‌شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کوي چې د دغو نيمګړو پروژو د بیارغونې چارې پیل کړي. دوی اندېښنه څرګندوي چې د بیارغونې دغه پروژې اوس د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رزګان یوه اوسېدونکي غلام‌فاروق په دې اړه سلام‌وطندار ته وويل: «تاسو خبر ياست چې د روزګان په مرکز او ولسواليو کې د بیارغوني هغه پروژې چې زياته ګټه يې عامو خلکو ته رسېږي، اوس د جدي تخريب له ګواښ سره مخ دي. حکومت ته په کار ده چې د دغو پروژو بیارغوني ته جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره يې کارونه پیل کړي.»

ورته وخت کې یو‌شمېر انجینیران هم د دغو پروژو د چارو نيمګړو پاته کېدو ته انديښمن دي. اروزګان کې انجینیر قدرت‌الله زمری وايي، که د يادو پروژو کارونه بیا ځلې پیل نه‌شي، د وخت په تېرېدو به یې رغېدلې برخې هم له منځه ولاړې شي.

نوموړي سلام‌وطندار وویل: «کله چې د ساختماني پروژو کارونه نيمګړي پاته وي، يوه اساسي ستونزه يې دا ده چې د وخت په تېرېدو سره بیا نورې هم تخريب کېږي او بل دا چې څومره چې اوس ښه کار ورباندي کېږي د وخت په تېرېدو سره بیا نه کېږي.»

د خلکو دغه اندېښنې مو روزګان کې د اسلامي امارت مسولانو سره شريکې کړې. د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رئيس ملا محمد اصف وايي، ولايتي مسولينو د ساختماني شرکتونو له استازو سره غږېدلي او هيله شته چې ژر به د يادو پروژو کارونه پیل شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وويل: «د روزګان والي او د ولايت نور چارواکي د ساختماني شرکتونو له استازیو سره يې ليدنې کړي، ورسره وغېدو، موږ ډېر کوښښ کوو چې د دغو ټولو نيمګړو پروژو کارونه پیل کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روزګان کې هغه پروژې چې دا مهال يې کارونه نيمګړي پاتې دي، ډېرې يې د ښاروالۍ اړوند دي چې د تېر حکومت پرمهال يې لګښتونه ارګ څخه ورکول کېدل.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام