بلخ پوهنتون کې د زدهکړیالانو له لوري د کتابونو نندارتون جوړ شوی
د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د زدهکړیالانو له لوري مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.
دغه نندارتون چې پرون شنبه د وږي ۱۱مه د بلخ پوهنتون کې جوړ شوی د بېلابېلو برخو شاوخوا ۱۸۰۰ ټوګه کتابونه پهکې نندارې کېښودل شوي دي.