د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د نننۍ مرګوني برید ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د بشر‌ي‌حقونو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ دغه برید غندلی دی.

بنټ نن جمعه د تلې اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، «د افغانستان په راتلونکې بریدونه ودروئ، نړیوال جنایتونه ودروئ.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره د بشري‌حقونو په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي همداراز لیکلي چې د افغانستان راتلونکې د دا ډول نړیوالو جرمونو د درولو او عاملانو ته یې د سزا ورکولو ترڅنګ د ځوانانو په زده‌کړه کې نغښتې ده.

د ریچارډ بنټ ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر، عبدالله عبدالله، یونېسف او یو‌شمېر نورو چارواکو او بنسټونو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز نننۍ چاودنې ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې ده.

نن له غرمې مخکې د کابل د دشت‌برچي په «نقاش تم‌ځای» سیمه کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هغه مهال چاودنه وشوه چې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي دغه مرکز ته د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره ورغلي وو.

د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ له برید وروسته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې چاودنه کې تراوسه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې ښايي په دغه برید کې د ټپیانو او مړو شمېر له دې هم زیات شي. تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام