د صرافانو ټولنه: د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک پرېکړه ناعادلانه ده

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه وايي چې د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک د نوې طرحې د پلي‌کېدو توان نه لري او نه‌شي کولای چې دغه پرېکړه عملي کړي. د افغانستان بانک د نوې طرحې له مخې، د صرافۍ جوازونو لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره د ضمانت توګه کېږدي.

ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د اوربند څارنه او د سولې ضمانت وکړي

نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې ګډه غونډه جوړه شوه. ‎په دې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو او د ایران، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و. ولسمشر محمداشرف غني یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ترهګرۍ نوې څپه اوج ته رسېدلې او له کبله یې هره ورځ ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل کېږي.