دولتي ادارو کې پر نامسلکي ګومارنو نیوکې؛ ځوانان: موږ ته دندې نه راکوي

د کابل یو اوسېدونکی مختار احمدي چې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري وايي، په سخت اقتصادي وضعیت کې یې تر ماسټرۍ زده‌کړې وکړې، خو اوس وزګاره ګرځي.
هغه وايي، څو ځله دولتي ادارو ته ورغلی او په خپله مسلکي برخه کې یې د دندې غوښتنه کړې، خو په وینا يې، تراوسه یې دنده نه‌ده پیدا کړې.

متقاعدان: له یوه کال راهیسې مو حقونه نه‌دي اخیستي، ستونزو سره مخ یوو

یوشمېر افغان متقاعدان شکایت کوي چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې خپل کلني حقونه او امتیازونه نه‌دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی ادعا کوي چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ راهیسې یې څو ځله د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره غږ پورته کړی، خو چا مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

کندهار کې یوه کس خپل «ناروغ» زوی حلال کړی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه پلار خپل ناروغ زوی حلال کړی دی.

بل‌خوا یوې سرچینې بیا ویلي چې دغه کس له دې امله خپل زوی وژلی چې د نوموړي له دویم واده سر یې مخالفت کاوه.

برښنا شرکت: که پوروړي مو پور ادا نه‌کړي، جایدادونه به یې خرڅ کړو

د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.