د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه یوه پلار خپل ناروغ زوی حلال کړی دی.

د کندهار د والي وياند حاجي زيد سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه د دغه ولايت په ډنډ ولسوالي کې رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې دغه کس پر رواني ناروغي اخته خپل زوی حلال کړی او وژلی یې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا یوې سرچینې بیا ویلي چې دغه کس له دې امله خپل زوی وژلی چې د نوموړي له دویم واده سر یې مخالفت کاوه.

یاد کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې یوه کس خپل درې تنکي زامن وژلي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام