د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له خپلو اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومه پاتې کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، اسلامي امارت دې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره دغه حقوق په رسمیت وپېژني.

انتونیو ګوترېش پر ټویټر لیکلي چې افغانستان کې ښځې او نجونې د ښوونې او روزنې، دندې او برابر عدالت لپاره یو ځل بیا خپلو حقونو څخه محرومیږي.

هغه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره دې د رښتینې ژمنې څرګندولو لپاره باید اساسي انساني حقوق چې هرې افغان ښځې او نجلۍ پورې تړاوو لري، په رسمیت وپېژني او ورڅخه ملاتړ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسامي امارت واکمنېدو راهیسې، ښځې او نجونې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي او د کار او تعلیم له حق څخه محرومې دي. څه باندې پنځه میاشتې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌لري او دولتي ادارو کې ښځې کار کولو څخه منع شوي دي.

د اسلامي امارت دغه اقدام په کور دننه او بهر پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. نړیوالو بنسټونونو په وار وار غوښتنه کړې چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار اجازه ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم اسلامي امارت د دغو غوښتنو د عملي کولو ژمنه کړې، خو تراوسه یې اقدام نه‌دی کړی او دې برخه کې یې د شرعي چوکاټ په رامنځ ته کولو ټینګار کړی.

دا داسې مهال دی چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو تامین د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي وړاندې شرطونو څخه بلل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام