Asset 1SWN

ستره محکمه: د اساسي قانون پر جوړېدو کار روان دی

afghanistan-law

د ا.ا د سترې محکمې مسوولان د اساسي قانون پر جوړېدو د کار پیلېدو خبر ورکوي. د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني پرون (د وږي ۲۷مه، د دوشنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د هېواد د سترې محکمې رییس شیخ عبدالحکیم حقاني په مشري د ا.ا پر اساسي قانون کار روان دی.»

په همدې حال کې د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد که څه هم د افغانستان د سیاسي او حقوقي نظام د څرنګوالي او د ا.ا په اساسي قانون کې د خلکو د حقونو او مسوولیتونو په اړه څه نه وايي، خو په وینا یې، هغه سیاسي نظام چې په نوي اساسي قانون کې به وټاکل شي، اسلامي نظام دی او د اسلامي شریعت پر بنسټ تعریفېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «پرېکړه شوې چې اساسي قانون جوړ شي. کار یې تازه پیل شوی، څو حکومت له سرپرستۍ څخه ووځي او هغه مهال به قانوني موضوعات هم حل شي. اوس هم د ادارو د بېلابېلو پر قوانینو کار روان دی چې ټول اصلاح او دقیق شي او د افغانستان ګټې په‌کې تضمین شي چې اساسي قانون ته اړتیا ده.»

بله‌خوا حقوق‌پوهان ټینګار کوي چې د دولت او افغانانو د واکونو او مسوولیتونو د روښانتیا لپاره اړتیا ده چې ژرترژره اساسي قانون جوړ شي.

د حقوقي چارو شنونکی نوراقا شعیب وايي چې د قانون تشه په ټولنه کې ګډوډۍ ته لاره هواروي. نوموړی زیاتوي: «اساسي قانون ملي میثاق دی؛ دولت هم خپل کاري حدود پېژني چې تر کوم ځایه د خلکو په چارو کې د لاسوهنې حق لري او هم پوهېږي چې څه ډول په هر موضوع کې خپل اجراات وکړي. د هرې قوې دندې په ګوته کېږي، د هېواد وګړي او ان بهرنیان خپل واکونه او مسوولیتونه پېژني.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده له هغه وروسته چې واک ته ورسېد، د تېر جمهوري اسلامي نظام اساسي قانون چې په ۱۳۸۲ کال کې د لویې جرګې له لوري جوړ شوی و، لغوه شو، خو اوس چې څه باندې دوه کاله تېرېږي، افغانستان لا هم اساسي قانون نه لري. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام