د امریکا او د ا.ا پلاويو د القاعده مشر له وژلکېدو وروسته په لومړي ځل لیدلي
«سياېناېن» خبري شبکې راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته په لومړي ځل امریکايي او د ا.ا پلاوي د قطر پلازمېنې دوحه کې سره کتلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په مذاکراتي پلاوي کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی.