Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاسپورټونو د وېش درېدو په اړه د خلکو شکایت؛ مسوولان: ټولو ولایتونو کې په عادي ډول روان دی

پاسپورټ

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر کې د ځنډ په اړه شکایت کوي او وايي، د پاسپورټ نه لرلو له کبله یې ځینې کارونه نیمګړي پاتې دي او یا یې هم د ناروغ وضعیت چې باید د درملنې لپاره یې بل هېواد ته ولېږدوي، نور هم نازک شوی دی.

د غور، بغلان او فاریاب اوسېدونکي وايي، اوس یې په ولایتونو کې د پاسپورټ وېشلو بهیر ځنډېدلی دی. د غور اوسېدونکی غلام‌محمد صدیقي وايي: «ناروغ لرم، باید له هېواده بهر ولاړ شم. پاسپورټ مې په‌کار دی، نوملیکنه مې کړې، خو بند دی او نه‌شم یې اخیستلی. که زه په تمه شم، ناروغ مې له منځه ځي، ډېر ستونزو کې یم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د بغلان او فاریاب اوسېدونکي محمدجواد او شاه‌جهان هم وايي چې په ولایتونو کې یې د پاسپورټ امریتونو د تړل کېدو له امله ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دوی زیاتوي:

«هېڅ نه کېږي؛ د پاسپورټ اخیستل ډېر سخت شوي. ځینې وخت تړلی وي. ۲۵ ورځې کېږي چې موږ دلته پاتې یوو. د تګ‌راتګ او خوړو لګښت سخت دی، زیاتېږي.» «یونیم کال کېږي چې خپل وار ته په تمه وو، خو ډېره موده کېږي چې راځو، خو تړلی دی. ناروغ لرو او باید د درملنې لپاره یې بوځو. څو ورځې کېږي چې راځوو، ناروغه مور مې په ولچر کې راوړو، خو بېرته یې بیایو.»

بله‌خوا د نیمروز، بادغیس، بامیان، دایکندي، هرات، تخار او بلخ اوسېدونکي هم په دغو ولایتونو کې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د نوملیکنې بهیر کې د ځنډ په اړه شکایت کوي. د نیمروز اوسېدونکې فریحه او د دایکندي اوسېدونکی سیدمبارک حسیني وايي:

«پلار مې ناروغ دی، خو چې پاسپورټ نه وي، نه کېږي. هیله ده موږ درک کړئ، ستونزې مو درک کړئ.» «غوښتل مې چې به نیلي کې نوملیکنه وکړم؛ هر وخت چې اقدام کوم، وايي سایټ نه خلاصېږي. دویم دا چې که د پاسپورټ اخیستو لپاره کابل ته ولاړ شوو، لس زره مو د تګ‌راتګ او خوړو لګښت راځي، نه یې لرو.»

د پنجشېر، پروان، کاپیسا، بدخشان او کندوز په څېر، د یوشمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د پاسپورټ وېشلو ټکني بهیر او په ورځني ډول د پاسپورټ امریتونو له‌خوا د منل کېدونکو غوښتنلیکونو د شمېر کمېدو په اړه شکایت کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د پاسپورټ ریاست مسوولان په یادو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش او یا یې د غوښتلو بهیر ځنډېدو خبره ردوي او وايي، دا بهیر په ټولو ولایتونو کې په عادي ډول روان دی. د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته ویلي چې کله‌ناکله په ځینو ولایتونو کې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ د وېش بهیر له خنډ سره مخامخېږي، خو دا ستونزه بېرته ژر حلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په یوشمېر ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکي وايي، د پاسپورټ د وېش یا د نوملیکنې بهیر ځنډېدو له امله اړ دي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره کابل ته راشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام