د پاسپورټ ریاست چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې سر له سبا څخه د کابل په ګډون د درېوو نورو ولایتونو د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیلوي.

د پاسپورټ ریاست سرپرست رییس عالم‌ګل حقاني په دغه خبري غونډه کې وویل چې په پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک ستونزې حل شوي او سر له سبا څخه به بېرته د کابل پاسپورټ ریاست په ګډون په درېوو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حقاني زیاته کړه چې د روان کال د مرغومې میاشتې په شلمه نېټه به د نویو پاسپورټونو لپاره د غوښتنلیکونو بهیر پیل کړي چې د نویو پاسپورټونو د اخیستلو لپاره یې غوښتوونکو ته د انلاین نوې پاڼه جوړه کړې او پخوانی غوښتنلیک د اعتبار وړ نه دي. نوموړي وویل چې د پاسپورټونو نوی غوښتنلیک په ځانګړی ډول جوړ شوی او پخوانی هغه له منځه وړل شوی دی.

هغه د ولایتونو پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره دې د پلازمېنې کابل پاسپورټ ریاست ته مراجعه نه کوي او هر اوسېدونکي ته په خپل ولایت کې پاسپورټونه ورکول کېږي. حقاني همداراز کابل ښاریانو ته هم وویل چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره دې ولایتونو ته نه ځي او دوی ته یوازې په کابل کې پاسپورټ ورکول کېږي.

عالم‌ګل حقاني وویل چې دوی اوس مهال هره ورځ په ټول افغانستان کې ۷۰۰۰ پاسپورټونه وېشي او نویو غوښتوونکو ته به په منځنۍ کچه هره ورځ ۳۰۰۰ پاسپورټونه ورکړل شي.

بل‌خوا حقاني زیاته کړه چې تراوسه یې شاوخوا یو‌نیم لک پاسپورټونه وېشلي او د دولت خزانې ته یې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. هغه وویل چې د کابل په ګډون په یو‌شمېر ولایتونو کې یې کمېشن‌کاران او د پاسپورټونو جعل‌کاران هم نیولي چې اوس تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې دي.

په ورته مهال د پاسپورټ ریاست عمومي رییس یو ځل بیا د پاسپورټ اخستوونکو باندې غږ وکړ چې د دولتي ادارو او چارواکو له لوري دې د پاسپورټ اخستلو لپاره دوی ته عریضې نه راوړي او هغه څوک چې پاسپورټ ته بېړنۍ اړتیا ولري، د یاد ریاست له ارزونې وروسته به ورته پاسپورټ ورکول کېږي.

حقاني همداراز زیاته کړه چې له هېواد څخه بهر یې افغانانو ته د پاسپورټ د ورکړې تابیه نیولې او تراوسه د بهرنیو چارو وزارت ته ۲۰۰۰۰ پاسپورټونه ورکړي او د اړتیا په وخت کې به نور پاسپورټونه هم ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې څه باندې یوه میاشت وړاندې کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر په دغه ریاست کې د تخنیکي ستونزو له امله درولی شوی و، خو د هېواد په نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده چې د یادو ولایتونو اوسېدونکي د پاسپورټ اخستو په بهیر کې له ځنډ او ګڼې ګوڼې څخه شکایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام