د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو یوشمېر کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت پورې اړوند واسطه لرونکي کسان د کار پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

د دوی په وینا، د اسلامي امارت یو‌شمېر کسان له نوبت پرته د پېژندپاڼو د اخیستلو لپاره مراجعه کوي چې د نورو کسانو د برښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر یې ټکنی کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنايي پېژندپاڼو د وېش دوو مرکزونو یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت اړوند ځینو کسانو چې عمرونه یې لوړ وو، دوی ته یې د پېژندپاڼې د اخیستلو پرمهال خپل عمرونه له اتلسو کلونو هم کم ورکړې دي.

د دوی په وینا، دغه کسان یادو مرکزونو ته د یو‌شمېر چارواکو له لوري ورپېژندل کېږي او د زور له لارې پر دوی پېژندپاڼې چاپوي.

خو د احصايي او معلوماتو اداره د یاد ډول کسانو د شتون خبره ردوي. د دغې ادارې ویاند محمدحلیم رافېع سلام‌وطندار ته ویلي چې پرته له هغه کسانو چې حج ته تلونکې دي، بل هېڅوک په لومړیتوب سره پېژندپاڼه نه‌شي ترلاسه کولای.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې څه موده مخکې په یوشمېر ولایتونو کې د پاسپورټونو مدیریتونو کې ځینې کسان د فساد او رشوت اخیستلو په تور نیول شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام