Asset 1SWN

چینای سوپر کنګز نن ماښام له راجستان رویلز سره لوبه کوي

357391

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ماښام د چینای سوپر کنګز لوبډله له راجستان رویلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د چینای په «ام‌اې چېډامبارام» لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راجستان رویلز لوبډلې په روان ای‌پي‌اېل لیګ کې تراوسه درې لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او یوه یې هم بایللې چې د جدول په دویم ځای کې شتون لري.

د ام‌اېس ډوهني په لوبډلمشرۍ کې بیا چینای سوپر کنګز لوبډلې هم له درېوو لوبو دوه ګټلې او یوې کې یې ماته خوړلې ده. چینای دا مهال د روان لیګ پنځم ځای کې ده.

د هند کرېکټ غوره ليګ په بېګانۍ لوبه کې بیا ممبی انډيينز لوبډلې له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته خپله لومړۍ بريا ترلاسه کړه.

ممبی انډيينز بېګاه د ډيلي کپېټلز له لوري د ۱۷۳ منډو ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي بال ترلاسه او بريا يې خپله کړه. دا په روان ليګ کې د ډيلي کپېټلز څلورمه پرله پسې ماته وه چې دې ماتې سره د جدول وروستۍ ليکې ته ښکته شوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ممبی انډيينز بيا په خپلې لومړۍ بريا سره د جدول اتم ځای ته پورته شوه. د روان ۲۰۲۳ ای پي اېل ليګ د جدول په سر کې لکناو سوپر جاينټز لوبډله شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام