Asset 1SWN

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې پنجشنبې ورځ جوړېږي

IMG_1252-q4rs9sz6vhoctz47dt2zc97wtq91fnbwwbeu7jl3ew

د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو په دوام، ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.

په دې غونډه کې چې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په ګډون جوړېږي، د افغانستان پر امنیتي اندېښنو او د دغه هېواد د سیاسي کړکېچ د حل پر لارو چارو خبرې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به د اپرېل په ١٣مه په ازبکستان کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «په افغانستان کې ستونزمن امنیتي وضعیت، د ترهګریزو فعالیتونو ډېروالی او د نشه‌یي توکو تولید، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره د سیمې هېوادونو هڅو ته ځانګړې پاملرنه شته. په سیمه کې خوځښتونو ته هم ځانګړی پام شته. د سیمه‌ییز اقتصادي یوځایوالی، پراختیا او د کابل په ګډون د ټرانسپورټ او انرژۍ اړوند پروژو پلي کول د پخوانیو تړونونو له مخې شوي دي.»

تر اوسه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د اسلامي امارت کوم استازی نه‌دی وربلل شوی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د افغانستان په اړه هره جوړېدونکې غونډه کې باید د اسلامي امارت استازی هم ګډون ولري.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «تراوسه لا وختي ده او جزیات نه‌دي بشپړ شوي. موږ د هېواد د قضیو په اړه تل ویلي چې د افغانستان له خاورې باید هېڅ لوری وېره ونه لري. کومې غوندې او خبرې اترې چې کېږي، باید د افغانانو او هېواد په ګټه وي.»

بلهخوا د نړیوالو اړیکو څېړونکی مصطفی مدثر وايي، هغه هېوادونه چې په دې غونډه کې ګډون کوي، هڅه کوي چې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي تشه پرې اغېز ونه کړي؛ ځکه په خبره یې، د مرکزي اسیا هېوادونه، چین او روسیه خپل امنیت ته اندېښمن دي چې بالاخره له افغانستانه ناامني او ترهګري ور ونه غځېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سیاسي چارو کارپوه جمعه‌خان پویا بیا وايي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې اسلامي امارت ځکه نه‌دی بلل شوی چې له نړۍ سره یې پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د یادونې ده چې له نړيوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د ټکر او په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په اړه د سيمې هېوادونو له غوښتونو د انکار له امله په سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت هېڅ استازې ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام