Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې کوچیان د څړځاینو نشتون له امله د مالدارۍ پرېښودو ته اړ شوي

VideoCapture_20221205-102200

هلمند کې یوشمېر څاروي لرونکي وایي، د ژمي په را رسېدو سره د څارویو لپاره د وښو لوړو بیو او څړځایونو نشتون له امله اړ شوي چې مالدارۍ څخه لاس واخلي.

دوی اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنه کوي. هلمند کې څاروي لرونکی فتح‌خان سلام‌وطندار ته ویلي چې څاروي یې له‌منځه تللي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت یې باید وضعیت ته پام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابان  وایي، که مال‌لرونکي د څارويو ساتنه پرېږدي، د غوښو اوسني قیمتونه به نور هم لوړ شي.

سمېع‌الله چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې قصابي کوي وايي، که مال لرونکي څاروي ونه ساتي، یو من غوښه چې اوس یې بیه ۴۰۰زره افغانۍ ده، ۶۰۰۰ افغانیو ته به لوړه شي.

په همدې حال کې د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، یوشمېر مال‌لرونکو سره یې مرسته کړې او هڅه کوي چې دغه لړۍ وغځوي.

د هلمند د کرنې ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ امر حاجي شاه‌محمد وویل: «موږ په دې اړه د وزارت او مرستندویه بنسټونو سره په خبرو بوخت یوو، څو د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه وشي، تراوسه مو د ۲۹۴۲ مالدارانو ته د حیواني خوراکې مرسته وېشلي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې ده چې دې وروستیو کې وچکالۍ نه‌ یوارې هلمند بلکې ټول هېواد کې پر کرنې او مالدارۍ ناوړه اغېز کړی چې ګڼ شمېر کروندګر او څاروي لرونکي یې زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام