د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د هېواد پنځو مرکزي ولایتونو کې د لمپي‌سکېن ناروغۍ پر وړاندې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ.

د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم کابل کې یوې غونډې ته وویل، لومړي پړاو کې به کابل، کاپیسا، پروان، لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو کې څارویو ته د لمپي‌سکېن ناروغۍ ۱۲۵ زره ډوزه واکسین تطبیق شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر مالداران د لمپي‌سکېن ناروغۍ د واکسین کمپاین پېلېدو څخه هرکلی کوي او وايي، دغې ناروغۍ سخت زیانمن کړي دي.

له دې سره د کرنې وزارت مسوولان له خلکو غواړي چې پر لمپي‌سکېن ناروغۍ اخته څاروي قرنطین کړي او د څارویو حفظ الصحې او د اوسېدو ځای ته جدي پام ولري.

د یادونې ده چې لمپي‌سکېن ناروغۍ غواګانو کې د پوستکي یو ډول ناروغي ده چې په دغې ناروغۍ د اخته څارویو له شېدو او غوښو څخه استفاده کول انسانانو ته زیان نه‌لري، خو په وینا يې، خلک دې د احتیاط لپاره د څارویو د غوښې له خوړلو ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د لمپي‌سکېن په نوم ناروغۍ د هېواد یو‌شمېر نورو ولایتونو کې ګڼ‌ څاروي له‌منځه وړي چې ورسره مال‌لرونکو ته زیانونه اوښتي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام