د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي.

نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. والي زیاتوي، که لاره خلاصه شي، ولایتي اداره به سیمې ته د مرستو ترڅنګ، د ژغورنې ډلګۍ هم ولېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده‌زوی هم وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په کامدېش ولسوالي کې زورورو سیلابونو بسته یو کلی له انسانانو او حیواناتو سره وړی دی. پاینده‌زوی په خبره، د کامدېش د میردېش په نوم یاد کلی د خوړ پر غاړ اباد و او همدا لامل دی چې سېلاب لاندې کړی او وړی دی.



هغه وايي، تر اوسه کره شمېرې نشته چې څومره کسان به سېلابونو وړي وي، خو د شاوخوا کلیو خلکو تراوسه په خوړونو کې تر ۴۰ جسدونه موندلي او د نورو د موندلو لپاره هم په ولسي کچه هڅې روانې دي.

د ولایتي شورا یو بل غړی ظاهر نورستاني هم سلام‌وطندار ته وویل چې د میردېش کلي خلک د شپې په دولسو بجو سېلابونو لاندې کړي چې د ځاني مرګ‌ژوبلې تر څنګ، ګڼ مالي زیانونه هم ورته اوښتي دي. نوموړی وايي، زورورو سېلابونو د استوګنې کورونه، جومات او یاد کلي ته ورغلی پل هم ویجاړ کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي د سیمې لرې‌والي له امله تر اوسه هلته د ژغورنې ډلګۍ نه دي تللي، خو په ولسي کچه د خلکو د موندلو هڅې روانې دي. ظاهر نورستانی وايي، دغو سېلابونو ګڼ څاروي هم وړي دي.

کامدېش د ختیځ نورستان غرنۍ ولسوالي ده.

په همدې حال کې د بدخشان په واخان کې هم سېلابونو د ۲۱ کلیو د تګ‌راتګ لارې تړلې دي.

د بدخشان د واخان ولسوالي اداري مدیر میردل مشفق وايي چې سېلابونو د دغې ولسوالي په سرګز سیمه کې د موټرو د تګ‌راتګ یو پل نړولی او له کبله یې د ولسوالي له مرکز سره د ۲۱ کلیو لارې تړل شوې دي.

سرچینې وايي چې د پل نړېدو له کبله د یادو سیمو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام