د جوزجان والي: بالامردیان کلي کې طبیعي اورلګېدنه «الهي عذاب» دی

د جوزجان والي شعیب رسالت او د دغه ولایت د امنیې قومندان سراج‌الدین احمدي پرون د فیض‌اباد ولسوالي «بالامردیان» کلي د اورلګېدنې له امله زیانمنو شویو سره د مرستې او ډاډګېرنې په موخه دغه کلي ته سفر کړی دی. د نوموړي په وینا، بالامردیان کلي کې رامنځته شوې ستونزې ټول اندېښمن کړي دي.

خوست کې یوه ډله ځوانان د اشر له لارې څلور کیلو‌مټره سړک رغوي

د خوست تڼيو ولسوالي یوه ډله ځوانان د يوې ټولنې په هڅو د «للمۍ» په نوم د کلي خراب شوی څلور کیلو‌مټره فرعي سړک په اشر او د دوی په مالي لګښت رغوي. دوی وايي، مخکیني حکومت ته یې د یاد سړک د رغولو وړاندیز کړی وو، خو په اړه يې مثبت ځواب تر لاسه نه‌کړ او اوس يې د کليوالو په اشر د هوارولو او جغل اچونې چارې پيل کړي دي.

نورستان کې سېلابونو یو کلی وړی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي. نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

ننګرهار کې د ولس پرېکړه؛ د طالبانو کورنۍ به له کلیو واېستل شي

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې ولسي خلکو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ چې غړي یې د طالبانو برخه دي، له کلیو به وویستل شي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د دغې ولایت سپین غر ولسوالي کې ولسي وګړیو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ چې غړي یې د طالبانو برخه دي، له کلیو به یې باسي او یا به یادې کورنۍ خپل غړي له طالبانو باسي.