نورستانیان وايي، حکومت په لویو او برخلیک‌ ټاکونکو پرېکړو کې د دغه ولایت خلک هېر کړي او د مور او میرې چلن ورسره کوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي له حکومتي مشرانو ګیله لري چې ګنې د دغه ولایت له خلکو سره یې کړې ژمنې نه دي عملي کړي او په کابینه کې یې هم ونډه نه ده ورکړې.

نورستانیانو چې په یوه غونډه کې راټول شوي وو وویل، حکومت په ملي مسایلو کې دوی او ځینې نور قومونه له پامه غورځوي، خو د ټاکنو پر مهال بیا غوړې ژمنې ورسره کوي.

د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده‌زوی وايي، نورستانیو ځوانانو لکه د نورو په څېر د هېواد د دفاع په لاره کې قربانۍ ورکړي او لا یې ورکوي، خو حکومت یې قربانۍ له پامه غورځوي. 

د نورستان اوسېدونکي وايي، حکومت دې نورستاني ځوانان او کادرونه پر سترو دولتي بستونو وګوماري او هغسې ونډه دې ورکړل شي، لکه نورو قومونو ته چې ورکول کېږي.

د دغه ولایت یو قومي مشر او دیني عالم عنایت‌الله وايي، ولسمشر محمداشرف غني او د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو پر مهال په نورستان کې ډېرې رایې اخیستې، خو برعکس هغوی د دغه ولایت کادرونه هېر کړي دي.

مولوي عنایت‌الله وايي، نورستانیانو ته د سولې پروسه کې هم ونډه نه ده ورکړل شوې او وايي، د ملي مصالحې عالي شورا کې دې هم نورستانیانو ته برخه ورکړل شي. هغه وايي، دغه ولایت ډېر کادرونه لري، خو په دولت کې ورته ځای نه ورکول کېږي.

له نورستانیانو وړاندې په ننګرهار کې پشه‌یي قوم او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې یوشمېر نورو قومونو هم پر حکومت نیوکې کړي چې ګنې په نوې کابینه او سولې پروسه کې یې له پامه غورځولي دي.

تر اوسه د نورستانیانو او نورو قومونو دې غوښتنو او ګیلو ته حکومتي مشرانو ځواب نه دی ویلی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام