طالبانو په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژلي

د سولې په چارو کې د دولت وزرت مسوولانو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د روان لمریز کال لومړیو څلورو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله ۵ زره او ۵۸۷ ملکیانو او نظامیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پر شپږو ګمرکونو د طالبانو کنټرول ملي عواید کم کړي

په هرات کې د اسلام‌کلا او تورغونډۍ، فراه کې د ابونصر فراهي، تخار کې د ای‌خانم، کندوز کې شېرخان او پکتیا کې ډنډپټان هغه شپږ ګمرکونه دي چې د چارواکو په وینا، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

ولسمشر: د افغانستان د ورانۍ لپاره پردیو طرحو ته نه تسلیمېږو

ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل، هېڅکله به د پردیو هغو طرحو ته تسلیم نه شي چې له هېواده بهر جوړېږي او غواړي افغانستان د جګړې پر ډګر بدل کړي.
هغه له طالبانو وغوښتل، که ملي ګټو ته ژمن وي، د هېواد د ورانۍ لامل دې نه کېږي.

نورستان کې سېلابونو یو کلی وړی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي. نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

اسټرالیا: د طالبانو له لوري د ملکیانو وژنه د اندېښنې وړ ده

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره ماریس پین وایي چې افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د تاوتریخوالي دوام، د ملکیانو زورول په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو شکنجه د اندېښنې وړ ده. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره نن په یوې ټيلیفوني اړیکه کې کړې دي.